د پناه غوښتنې اوراد
۲۱- اې الله! زه پناه غواړم پر تا له بد ګاونډي څخه، او له داسې مېرمنې څخه چې (د هغې بد چلند) ما له زوړتوب مخکې زوړ کړي، او له داسې زوی(اولاد) څخه چې پر ما بادار وګرځي او له داسې ماله چې زما لپاره عذاب وي، او له داسې دوکه ورکوونکي ملګري څخه چې په ښکاره زما(د ملګرۍ) خيال ساتي او زړه کې راته (د ضرر) موقع ګوري، که له ما څه نیکي وګوري نو هغه پټوي او که بدي راڅخه ويني نو هغه خوروي.