اې زړه: د سهار او ماښام اورادو ته چمتو شه

د سهار او ماښام له اذکارو زیاته مضبوطه قلعه چېرته ده، تر څو ته د زمانې له کړاوونو پناه وروړې؟

پاکي ده الله لره له دې چې څوک له دښمن څخه دته پناه وروړي او هغه یې بیا تباهۍ ته وسپاري....

نه... یوازې دا هم نه.... بلکې د سبا او ماښام په اذکارو سره په دوامداره توګه د درجاتو او حسناتو په لور لوړ والی ترلاسه کیږي. [یادونه: (مونږ سهار کړو- سهار کړو) لفظ به د ماښام پر وخت په (مونږ ماښام کړو- ماښام کړو) باندې تبدیلیږي، همدا ډول د (دا ورځ) لفظ به په (دا شپه) تبدیلیږي، همدا ډول چې هر لفظ تبدیلی ته اړتیا وي هغه به په بل رنګ لیکو.)]

اې ذکر کوونکیه! وړاندې له دې چې دا اذکار زمزمه کړې نو یاد لره چې ددې ذکر کوونکي زیات دي، مګر پوښتنه داده چې کله ددې وخت راشي، نو هغه کسان چې ځان پرې ساتي، او خپل عقل پرې تغذیه کوي، او خپل روح پرې خوشحاله کوي، د هغو په پرتله به څومره وي چې دا (اذکار پرته له توجه او بې مقصده(موخې) وايي؟

نو پام کوه چې دې اذکارو ته یوازې د سترګو په کتو، او ژبې په ښورولو او د شونډو په څټلو بسنه ونه کړې پرته له دې چې ددې په الفاظو او په معناوو کې فکر او سوچ وکړې...

او پرته له دې چې د ځان په کمزورۍ ،او محتاجۍ او له چا یې چې غواړې د هغه په ځواک کې فکر وکړې...

پرته له دې چې په خپلو ګناهونو او د الله د رحمت په پراخ والي کې فکر وکړې....

د کلک هوډ سره دا اذکار واخله او پردې سره د الله ستاینه وکړه ترڅو له شکر کوونکو وګرځې...