ستا په مخکې(د ذکر او دعا) داسې لویې کلمې دي چې الله په خپل مخلوق کې تر ټولو غوره چاته ته وحي کړې نو زړونو او روحونو ته یې سرایت وکړ او یوه ورځ پرې ژبې و ښوریدې او د آسمانونو دروازې ورته پرانېستل شوې او الله تعالی پورته کړې....
- داسې کلمې چاچې پرې د الله ستاینه وکړه، نو الله ترې قبوله کړه ....
- او چاچې پرې پر رسول صلی الله علیه وسلم درود وويلو نو الله یې درجې لوړې کړې.
- او چاچې پرې له الله بښنه وغوښته، بښنه يې ورته وکړه....
- اوچاچې پرې له الله څه وغوښتل، الله هغه ورکړل...
- او چاچې پرې له الله پناه وغوښته، الله پناه ورکړه.....
- اوچاچې (د روغتيا لپاره) ځان پرې دم کړ الله روغ کړ.....
- اوچاچې پرې له الله نه د کومې ستونزې(مشکل) څخه ځان ژغورل وغوښتل، الله ورته ژغورنه(نجات) ورکړو....
- او چاچې پرې د سهار او ماښام پر مهال پابندي وکړه، الله ورته بسنه وکړه (د یادونې وړ ده چې د سهار او ماښام اذکار په خپل ځانګړي وخت کې وېل کیږي، دلته مې ځکه راوړل چې دا هم د هغه اذکارو له ډلې دي چې لوستونکی به یې د سهار له لمانځه وروسته وایي، د بېلګې په ډول که چېرته دا اذکار په طواف کې وېل کیږي؛ نو لوستونکی به په لومړیو اوو اوذکارو بسنه کوي او د سهار او ماښام اذکار به نه وايي؛ نو باید متوجه اوسي)
او له دې ټولو لوړه خبره دا چې په دې کې د الله رضا ده چې هغه تر ټولو لویه ده.....
دادي دا (اذکار) اوس ستا پر وړاندې دي، دا د خپل روح سره ګډ کړه او خپله ژبه پرې و ښوره وه، دا کتاب پر خپلو ورغوو کې ونیسه او هغه خپل رب ته داسې وغوړه وه لکه څنګه یې چې د دعا او ستاینې لپاره غوړوې، له خپل پاک څښتن سره داسې په اړيکه کې شه، چې کتاب او لیکنه درنه هېره شي او هغه ذات ته له زړه په توجه(مناجات) شه چاته چې دا کلمات(ذکر او دعا) وړاندې کوې....
دا دی (د اهل سنت اوجماعت اوراد) در واخله او هغه د سر له سترګو وړاندې د زړه په سترګو ولوله، او له ژبې مخکې یې په زړه زمزمه کړه، که داسې وکړې نو بیا د الله پاک لخوا د هرې دعا د قبلېدو او د هغه سره د مخ کېدو په وخت د هغه لخوا د اجر ژمنو پوره کېدو ته منتظر شه.