له الله څخه د غوښتنو ورد
۳۸- اې الله! زه له تا څخه ښه (غوره) غوښتنه او ښه دعا، او ښه بریا او ښه عمل ، او ښه ثواب او ښه ژوند او د ښه مرګ غوښتنه کوم، ما ثابت قدمه لره،او زما (د نیکیو) تله درنه لره،او ایمان مې پوره کړه، او درجات مې لوړ کړه، او لمونځ مې قبول کړه، او زما خطا وبښه، او زه له تا نه په جنت کې د لوړو درجاتو غوښتنه کوم. آمین
اې الله! زه له تا نه د هر کار د پیل او پای د خیر سوال کوم، او د هر اړخیزخیر، او د لومړي، ښکاره او پټ خیر سوال کوم او په جنت کې د لوړو درجاتو غوښتنه کوم، آمی...