اې زړه: د الله ستاینې ته چمتو شه
په راتلونکو پاڼو کې ستا پر وړاندې د لويې ستاینې کلمات دي.....
داسې کلمات چې یوازې دې ته اړتیا لري چې ته هغه ذات ته د زړه حضور برابر کړې چاته چې دا ښایسته ستاینه وړاندې کوې.....
نو له الله پرته څوک د الله تر ټولو ښه ستاینه کولای شي...؟
او له رسول الله صلى الله عليه وسلم او نږدې ملایکو زیات څوک د ستاینې لپاره د الله د خوښې پر کلماتو پوهېدای شي؟!
دا دي اوس ستا پر وړاندې د الله هغه ستاینې دي چې الله او رسول صلی الله علیه وسلم او نېږدې پرېښتو پر الله ويلې دي، نو ته هم خپله...