له الله څخه د غوښتنو ورد
۱- اې الله! تالره ټوله ستاینه ده، اې الله! څه چې ته پراخه کړې د هغې څوک مخه نشي نیولی، او څه چې ته تنګ کړې د هغې څوک پراخوونکی نشته، څوک چې ته ګمراه کړې هغه ته څوک هدایت کونکی(لارښوونکی) نشته، او چا ته چې هدایت وکړې(لار وښيې) هغه لره څوک ګمراه کونکی نشته، څه چې ته منعه کړې د هغې څوک ورکوونکی نشته، او څه چې ته ورکوې د هغې څوک منعه کوونکی نشته، او نشته نېږدې کوونکی هغه څه لره چې تا لرې کړي وي، او نشته لرې کوونکی هغه څه لره چې تا نېږدې کړي، اې الله! مونږ ته خپل برکتونه...