د بښنې غوښتلو اوراد
۱- ما خپل مخ هغه ذات ته وګرځوو چې آسمانونه او ځمکه یې پیدا کړي، په داسې حال کې چې د حق دین ملګری یم، او له مشرکانو څخه نه یم، په رېښتیا زما لمونځ او قرباني، او ژوند او مرګ یوازې د هغه الله لپاره دی چې د مخلوقاتو پالونکی دی، شریک نه لري، او ماته پردې امر شوی، او زه له مسلمانانو څخه یم. اې الله! ته پاچا یې، پرته له تا نه بل د عبادت وړ معبودنشته، ته زما پالونکی یې، او زه دې بنده یم، په خپل ځان مې ظلم کړی، او په خپله ګناه اقرار کوم، نو زما ټول ګناهونه راته وبښې، په رېښت...