د الله د ستاینې اوراد
۱- اې الله! تالره ستاینه ده، ته د آسمانونو او ځمکې او څه چې په دې دواړو کې دي د هغې نور(رڼا) پیدا کوونکی (هغوی ته لارښوونکی) یې . او تا لره ستاینه ده ته د آسمانونو اوځمکې او څه چې په دې دواړو کې دي د هغو اداره(تدبیر) کوونکی یې، او تا لره ستاینه ده ته د آسمانونو اوځمکې او څه چې په دې دواړو کې دي د هغو څښتن(پالونکی) یې، او تا لره ستاینه ده، ته حق یې(ستا شتون او الوهیت حقیقي دی) ستا خبره حق ده، ستا ژمنه حق(رېښتیا) ده، ستا په وړاندې حاضرېدل حق دي (درسره مخامخ کېدل حق دي...