له الله څخه د غوښتنو ورد
۴- اې الله! په خپل علم غیب او پر مخلوق د خپل قدرت سره ما تر هغه ژوندی لره ترڅو چې ژوند زما لپاره غوره وي، او ما هغه وخت مړ کړه کله چې زما لپاره مرګ غوره وي. اې الله! زه له تا څخه په ښکاره او پټه کې ستا د وېرې غوښتنه کوم، او د خوښۍ او غوسې په حالت کې د حق ویلو غوښتنه کوم، او له تا څخه د نه ختمیدونکي نعمت او د سترګو لپاره د نه پرې کېدونکي یخوالي غوښتنه کوم، او ستا څخه ستا په کړې پرېکړه د خوښۍ او له مرګ وروسته د سلامتۍ د ژوند، او ستا مخ ته د کتلو د خوند او ستا ملاقات...