اې زړه: د سهار او ماښام اورادو ته چمتو شه
د سهار او ماښام له اذکارو زیاته مضبوطه قلعه چېرته ده، تر څو ته د زمانې له کړاوونو پناه وروړې؟
پاکي ده الله لره له دې چې څوک له دښمن څخه دته پناه وروړي او هغه یې بیا تباهۍ ته وسپاري....
نه... یوازې دا هم نه.... بلکې د سبا او ماښام په اذکارو سره په دوامداره توګه د درجاتو او حسناتو په لور لوړ والی ترلاسه کیږي. [یادونه: (مونږ سهار کړو- سهار کړو) لفظ به د ماښام پر وخت په (مونږ ماښام کړو- ماښام کړو) باندې تبدیلیږي، همدا ډول د (دا ورځ) لفظ به په (دا شپه) تبدیلیږي، همدا ډول چې هر لفظ تبدی...