* ﴿هُوَ ٱللَّهُ ٱلَّذِي لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۖ عَٰلِمُ ٱلۡغَيۡبِ وَٱلشَّهَٰدَةِۖ هُوَ ٱلرَّحۡمَٰنُ ٱلرَّحِيمُ٢٢ هُوَ ٱللَّهُ ٱلَّذِي لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلۡمَلِكُ ٱلۡقُدُّوسُ ٱلسَّلَٰمُ ٱلۡمُؤۡمِنُ ٱلۡمُهَيۡمِنُ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡجَبَّارُ ٱلۡمُتَكَبِّرُۚ سُبۡحَٰنَ ٱللَّهِ عَمَّا يُشۡرِكُونَ٢٣ هُوَ ٱللَّهُ ٱلۡخَٰلِقُ ٱلۡبَارِئُ ٱلۡمُصَوِّرُۖ لَهُ ٱلۡأَسۡمَآءُ ٱلۡحُسۡنَىٰۚ يُسَبِّحُ لَهُۥ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ وَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ٢٤﴾ [الحشر: ٢٢-٢٤].
* (الله همغه ذات دی چې له هغه پرته بل هیڅوک د عبادت وړ معبود نشته، پر پټ او ښکاره هر څه پوه دی، همغه ډېر زیات مهربان او پوره رحم کوونکی دی. الله هغه ذات دی چې له هغه پرته بل هیڅوک د عبادت وړ معبود نشته، هغه پاچا، ډېر پاک، له ټولو عیبونو خوندي، امان ورکوونکی، ساتونکی، پر ټولو برلاسی، په زوره د خپل حکم نافذوونکی، د لویۍ څښتن او د لویۍ کوونکی دی، الله (له شرک څخه) پاک دی چې هغوی(خلک) يې ور سره شريکوي. الله هغه ذات دی چې د هستونې پلان جوړوونکی او نافذوونکی او د هغه سره سم د صورت جوړوونکی دی، د هغه ډېر غوره نومونه دي، هر څه چې په آسمانونو او ځمکه کې دي د هغه په پاکۍ سره ستاینه کوي او هغه برلاسی او د حکمت څښتن دی). [الحشر: 22-24].