وِرْدُ الثناء

* ﴿ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ فَاطِرِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ جَاعِلِ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةِ رُسُلًا أُوْلِيٓ أَجۡنِحَةٖ مَّثۡنَىٰ وَثُلَٰثَ وَرُبَٰعَۚ يَزِيدُ فِي ٱلۡخَلۡقِ مَا يَشَآءُۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٞ١﴾ [فاطر: ۱].

* (ستاینه د الله لپاره ده، چې د آسمانونو او ځمکې جوړوونکی او د پیغام رسوونکو پرېښتو ټاکونکی دی (داسې پرېښتې) چې دوه دوه، درې درې، او څلور څلور وزرونه لري، د الله چې څنګه خوښه وي د خپل مخلوق په جوړښت کې زیاتوالی راولي، بې له شکه چې الله پر هرڅه قادر(ځواکمن) دی.) [فاطر: 1].