یاد لره...

په دې کتاب کې زمونږ له دې خبرې(فکر وکړه...) نه وروسته چې څه راځي هغه ددې اذکارو فضائل او اجرونه دي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت شوي، د هرې دعا او د هغې د فضیلت لپاره د کتاب په پای کې د احادیثو تخریج ته مراجعه وکړه.

وړاندې له دې چې وخت تا د (ستاینې له اذکارو لرې کړي نو فکر وکړه ....

فکر وکړه: چې کومې دنیا ته ننوتې، او کومې کلمې د زمزمه کړې، او د چا ستاینه دې وکړه، او څومره اجرونه دې وګټل!

* پرته له شکه چې تا د الله د هغه اسم اعظم له لارې د الله ستاینه وکړه، د کوم په مرسته چې الله ته دعا وشي نو هغه دعا قبلیږي او څه چې ترې وغوښتل شي نو هغه ورکول کیږي.

* پرته له شکه چې تا د الله داسې ستاینه وکړه چې د هغې په مرسته به -د الله په امر – له اوره آزادي مومې

* داسې ستاینه چې – که د الله خوښه شي – نو په دنیا او آخرت کې به ګټه درته ورسوي.

* داسې ستاینه چې الله به د غږ واوري او په دې ټکو به ځواب درکړي (زما بنده رېښتیا وويل).

* داسې ستاینه چې کله نبي صلی الله علیه وسلم واورېده نو په تعجب کې شو، او پرته له شکه چې د آسمانونو دروازې ورته پرانېستل شوې.

* داسې ستاینه چې هغه به ستا د شپې او ورځې له ذکر څخه هم زیاته او غوره وي.

* دا ستاینه د هغه چرګ ستاینه ده چې کله د الله له عظمت څخه خبر شو نو په حق باندې د پوه شوي په څیر یې ستاینه وکړه.

* داسې ستاینه چې د هغې د لیکلو لپاره به – د الله په امر سره- لس پرېښتې را وړاندې کیږي چې هره یوه به کوښښ کوي چې د هغې اجر ولیکي، خو هغه به هیڅکله هم ونشي لیکلی مګر دا چې (دا ستاینه) همغسې ولیکي لکه څنګه چې تا وېیلې وي، خو اجر به یې ستا لپاره د الله سره ساتل شوی وي.

* داسې ستاینه چې په دې سره به - د الله په امر- تاته د الله دومره ډیر رحمت لیکل کیږ ي لکه څومره ډېر چې تا د هغه ستاینه کړې.

نو اوس پوه شوې چې کوم مقام ته رسېدلی يې؟ او څه د تر لاسه کړي؟ او پر څه د ستاینه کړې؟ که دې خوښه شي نو د فکر لپاره یو ځل بیا را وګرځه او کنه نو د (الله) په ستاینه کې ډوب مخ پر وړاندې ځه...