وِرْدُ الثناء

٧) «اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ بِأَنَّ لَكَ الحَمْدَ، لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، المَنَّانُ، يَا بَدِيعَ السَّمَاوَات وَالأَرْضِ، يَا ذَا الجَلَالِ وَالإِكْرَامِ، يَا حَيُّ يَا قَيُّومُ».

۷- اې الله! زه درنه غوښتنه کوم په دې چې تا لره ټوله ستاینه ده، له تا پرته بل څوک د عبادت وړ معبود نشته، ته زیات احسان(نعمت) ورکوونکی (او احسان باروونکی) یې، د آسمانونو او ځمکې بې ساري پیدا کوونکی یې، اى د لويۍ او عزت وركولو څښتنه، اى د بشپړ ژوند څښتنه! اى د کایناتو تدبیروونکیه!