٢) «اللَّهُمَّ ربَّنَا لَكَ الحَمْدُ، مِلْءَ السَّمَاوَات وَمِلْءَ الأَرْضِ وَمِلْءَ مَا شِئْتَ مِنْ شَيْءٍ بَعْدُ، أَهْلَ الثَّنَاءِ وَالمَجْدِ، أَحَقُّ مَا قَالَ العَبْدُ، وَكُلُّنَا لَكَ عَبْدٌ، لَا مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ، وَلَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ، وَلَا يَنْفَعُ ذَا الجَدِّ مِنْكَ الجَدُّ».
۲- اې زمونږ پروردګاره (پالونکیه)! تا لره پوره ستاينه ده د آسمانونو او ځمكې او د دې دواړو ترمينځ د مخلوقاتو د ډكوالي په اندازه، او په اندازه د ډكوالي د هغه شيانو چې وروسته يې غواړې (د خلقت اراده یې وكړې)، اې د ستاينې او لويۍ څښتنه! ته ډېر وړ يې د هغه (صفت) چې يو بنده ويلى دی، او مونږ ټول ستا بندګان يو، اې الله! ته چې (چاته) څه وركړې، د هغه (څوك) بندوونكى نشته، او ته چې (له چا نه) څه بند كړې د هغه (څوك) وركوونكى نشته، او ګټه نه وركوي شتمن لره د هغه مال (ستا د عذاب په لرې كولو كې).