۱) «اللَّهُمَّ لَكَ الحَمْدُ أَنْتَ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَنْ فِيهِنَّ، وَلَكَ الحَمْدُ أَنْتَ قَيِّمُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَنْ فِيهِنَّ، وَلَكَ الحَمْدُ أَنْتَ مَلِكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَنْ فِيهِنَّ، وَلَكَ الحَمْدُ أَنْتَ الحَقُّ، وَوَعْدُكَ الحَقُّ، وَقَوْلُكَ حَقٌّ، وَلِقَاؤُكَ حَقٌّ، وَالجَنَّةُ حَقٌّ، وَالنَّارُ حَقٌّ، وَالسَّاعَةُ حَقٌّ، وَالنَّبِيُّونَ حَقٌّ، وَمُحَمَّدٌ حَقٌّ، اللَّهُمَّ لَكَ أَسْلَمْتُ، وَعَليْكَ تَوَكَّلْتُ، وَبِكَ آمَنْتُ، وَإِلَيْكَ أَنَبْتُ، وَبِكَ خَاصَمْتُ، وَإِلَيْكَ حَاكَمْتُ، أَنْتَ رَبُّنَا وَإِليْكَ المَصِيرُ، فَاغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَمَا أَخَّرْتُ، وَمَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ، وَمَا أَنْتَ أَعْلَمُ بِهِ مِنِّي، أَنْتَ المُقَدِّمُ وَأَنْتَ المُؤَخِّرُ، أَنْتَ إِلَهِي، لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِكَ».
۱- اې الله! تالره ستاینه ده، ته د آسمانونو او ځمکې او څه چې په دې دواړو کې دي د هغې نور(رڼا) پیدا کوونکی (هغوی ته لارښوونکی) یې . او تا لره ستاینه ده ته د آسمانونو اوځمکې او څه چې په دې دواړو کې دي د هغو اداره(تدبیر) کوونکی یې، او تا لره ستاینه ده ته د آسمانونو اوځمکې او څه چې په دې دواړو کې دي د هغو څښتن(پالونکی) یې، او تا لره ستاینه ده، ته حق یې(ستا شتون او الوهیت حقیقي دی) ستا خبره حق ده، ستا ژمنه حق(رېښتیا) ده، ستا په وړاندې حاضرېدل حق دي (درسره مخامخ کېدل حق دي) جنت حق (موجود) دی، د دوزخ اور حق(موجود) دی، انبیاء حق (د الله لخوا رالېږل شوي) دي، محمد صلی الله علیه وسلم حق (د الله لخوا رالېږل شوی) دی، د قیامت ورځ حق (راتلونکې) ده، اې الله! تا ته (ستا احکامو ته) مې سر ټیټ کړی، او پر تا مې بروسه کړې،او پر تا مې ایمان راوړی، او ستا خوا ته رجوع کوم، او ستا په راکړو دلیلونو(له معاندیونو سره) مبارزه کوم، د(شخړو) پرېکړو لپاره تا ته رجوع کوم، نو زما هغه ګناهونه وبښه کوم چې ما وړاندې کړي او کوم چې زه يې وروسته کوم، او کوم چې ما پټ کړي او کوم چې ما په ښکاره کړي، او پر کومو چې ته له ما څخه ښه خبر یې، ته وړاندې (پورته) کوونکی او شاته(ښکته) کوونکی یې، ته زما برحق معبود یې نشته د عبادت وړ معبود مګر یوازې ته یې. (له ګناه د ځان ساتلو او د نيكيو د كولو) هيڅ طاقت او قدرت نشته مګر ستا په مرسته سره.