اې زړه: له الله غوښتنې ته چمتو شه
تا چې د الله ستاینه وکړه، او پر حبیب صلی الله علیه وسلم دې درود وویلو، او د خپلو ګناهونو بښنه دې وغوښته، نو غوښتنې دې په دې بې مثاله دعا ګانو کې الله ته پورته شوې....
داسې(بې مثاله) دعاګانې چې یوه ورځ دا (دعا ګانې) د الله په مخلوقاتو کې تر ټولو زیات الله پیژندونکي کس ویلې وې.... نو الله له هغه څخه قبولې کړې...
اوس ستا په مخکې داسې غوره دعاګانې دي چې انبیاء کرامو او د هغوی د سردار صلی الله علیه وسلم پر ژبه (الله ته) پورته شوې.
ته یې هم ووایه .... ته چې کله الله ته دعا کوې نو هغه دې له اوو آسمانونه پورته څخه اوري او ويني.
ویې وایه .... او په دې پوه شه چې د قبلیدو لپاره یې یوازې دېته اړتیا لرې چې د مجبور او عاجز زړه څخه یې (الله ته) پورته کړې.....
نو بیایې د قبلیدو زېري ته منتظر اوسه...