فکر وکړه .....

څومره لويې کلمې(دعاګانې) دي که الله یې درنه قبولې کړي، او ستا کړې غوښتنه درکړي... په رېښتيا تا خو له الله غوښتنه وکړه:

په رېښتيا چې له الله دې وغوښتل: د الله د هغه لوی نوم په واسطه دې غوښتنه وکړه، د کوم په واسطه چې الله ته دعا وشي نو هغه دعا قبلیږي او څه چې ترې وغوښتل شي نو هغه ورکول کیږي.

* داسې غوښتنه چې په پایله کې به یې جنت هم دا ځواب ورکوي چې: اې الله دا جنت ته داخل کړه.

* داسې غوښتنه چې په پایله کې به یې دوزخ هم دا ځواب ورکوي چې: اې الله هغه له اوره وژغوره.

* داسې غوښتنه چې د یو بنده لپاره تر ټولو غوره غوښتنه ده چې له خپل رب(پالونکي) یې غواړي.

* داسې غوښتنه چې نبي صلی الله علیه وسلم د دې سپارښتنه کړې چې کله خلک سره او سپین زر زېرمه کوي نو تاسې دا غوښتنه زېرمه کوئ.

* داسې غوښتنه - که د الله خوښه شي- نو تا به ددې په مرسته له کړاوه وژغوري.

داسې غوښتنه چې ستا ټولې اړتياوې پکې رانغښتې دي، که تاته معلومې وي او کنه..... خو چا ته چې دا غوښتنه پورته کیږي هغه ذات پرې خبر دی.

وروڼو د الله په پېرزوينه مونږ د غوښتنې کولو اوراد پای ته ورسول، ورپسې به د پناه غوښتنې اوراد وي.