وِرْدُ السؤالات

٤٦) «اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الثَّبَاتَ فِي الأَمْرِ، وَالعَزِيمَةَ عَلَى الرُّشْدِ، وَأَسْأَلُكَ مُوجِبَاتِ رَحْمَتِكَ، وَعَزَائمَ مَغْفِرَتِكَ، وَأَسْأَلُكَ شُكْرَ نِعْمَتِكَ، وَحُسْنَ عِبَادَتِكَ، وَأَسْأَلُكَ قَلْباً سَلِيماً، وَلِسَاناً صَادِقاً، وَأَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ مَا تَعْلَمُ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا تَعْلَمُ، وَأَسْتَغْفِرُكَ لِمَا تَعْلَمُ، إِنَّكَ أَنْتَ عَلَّامُ الغُيُوبِ».

۴۶- اې الله! زه له تا څخه په کارونو کې ثبات، او پر هدایت پاتې کېدل غواړم، او له تا څخه د رحمت او ستا د بښنې د لاملونو(اسبابو)غوښتنه کوم،او له تا څخه ستا د نعمت د شکر اداکولو او په ښه توګه ستا د عبادت کولو غوښتنه کوم، او له تا د سالم زړه او رېښتینې ژبې غوښتنه کوم، او کوم خیر چې تاته معلوم دی د هغو غوښتنه درنه کوم، او کوم شر چې درته معلوم دی له هغو څخه پنا درنه غواړم، او څه (تېروتنې) چې تاته معلومې دي د هغې بښنه درنه غواړم، بیشکه همدا ته پر ټولو پټو پوه (باخبره) یې.