وِرْدُ السؤالات

٤۰) «اللَّهُمَّ أَعِنِّي وَلَا تُعِنْ عَلَيَّ، وَانْصُرْنِي وَلَا تَنْصُرْ عَلَيَّ، وَامْكُرْ لِي وَلَا تَمْكُرْ عَلَيَّ، وَاهْدِنِي وَيَسِّرِ الهُدَى لِي، وَانْصُرْنِي عَلَى مَنْ بَغَى عَلَيَّ، اللَّهُمَّ اجْعَلْنِي لَكَ شَكَّاراً، لَكَ ذَكَّاراً، لَكَ رَهَّاباً، لَكَ مِطْوَاعاً، لَكَ مُخْبِتاً، إِلَيْكَ أَوَّاهاً مُنِيباً، رَبِّ تَقَبَّلْ تَوْبَتِي، وَاغْسِلْ حَوْبَتِي، وَأَجِبْ دَعْوَتَي، وَثَبِتْ حُجَّتِي، وَسَدِّدْ لِسَانِي، وَاهْدِ قَلْبِي، وَاسْلُلْ سَخِيمَةَ صَدْرِي».

۴۰- اې الله! زما مرسته وکړه او زما پر خلاف د چا مرسته مه کوه، زما سره کومک وکړه او زما پر خلاف د چا سره کومک مه کوه، زما لپاره ښه تدبیر جوړ کړه او زما پر خلاف چاته تدبیر مه ورکوه، او ماته لارښوونه(هدایت) وکړه او زما لپاره لارښوونه(د هدایت لاره)آسانه کړه، او څوک چې پر ما ظلم وکړي د هغه پر خلاف زما سره مرسته وکړه، اې الله! ما د خپل ځان لپاره شکر کوونکی، ډېر ذکر کوونکی، ستا څخه ډېر وېرېدونکی، ستا پيرو، او تاته عاجزي کوونکی،له تا پنا غوښتونکی او تاته درګرځېدونکی وګرځوه. اې زما پالونکيه! زما توبه قبوله کړه، ګناه مې ووینځه، دعا مې قبوله کړه، زما حجت قائم کړه، ژبه مې سمه کړه، زړه ته مې لار وښيه، او د زړه کینه مې لرې کړه.