۳٨) «اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ خَيْرَ المَسْأَلَةِ، وَخَيْرَ الدُّعَاءِ، وَخَيْرَ النَّجَاحِ، وَخَيْرَ العَمَلِ، وَخَيْرَ الثَّوَابِ، وَخَيْرَ الحَيَاةِ، وَخَيْرَ المَمَاتِ، وَثَبِّتْنِي، وَثَقِّلْ مَوَازِينِي، وَحَقِّقْ إِيمَانِي، وَارْفَعْ دَرَجَاتِي، وَتَقَبَّلْ صَلَاتِي، وَاغْفِرْ خَطِيئَتِي، وَأَسْأَلُكَ الدَّرَجَاتِ العُلَى مِنَ الجَنَّةِ، آمِينْ.
اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ فَوَاتِحَ الخَيْرِ، وَخَوَاتِمَهُ، وَجَوَامِعَهُ، وَأَوَّلَهُ، وَظَاهِرَهُ، وَبَاطِنَهُ، وَالدَّرَجَاتِ العُلَى مِنَ الجَنَّةِ. آمِينْ. اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ خَيْرَ مَا آتِي، وَخَيْرَ مَا أَفْعَلُ، وَخَيْرَ مَا أَعْمَلُ، وَخَيْرَ مَا بَطَنَ، وَخَيْرَ مَا ظَهَرَ، وَالدَّرَجَاتِ العُلَى مِنَ الجَنَّةِ. آمِينْ.
اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ أَنْ تَرْفَعَ ذِكْرِي، وَتَضَعَ وِزْرِي، وَتُصْلِحَ أَمْرِيِ، وَتُطَهِّرَ قَلْبِي، وَتُحَصِّنَ فَرْجِي، وَتُنَوِّرَ لِي قَلْبِي، وَتَغْفِرَ لِي ذَنْبِي، وَأَسْأَلُكَ الدَّرَجَاتِ العُلَى مِنَ الجَنَّةِ. آمِينْ.
اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ أَنْ تُبَارِكَ لِي فِي نَفْسِي، وَفِي سَمْعِي، وَفِي بَصَرِي، وَفِي رُوحِي، وَفِي خَلْقِي، وَفِي خُلُقِي، وَفِي أَهْلِي، وَفِي مَحْيَايَ، وَفِي مَمَاتِي، وَفِي عَمَلِي، فَتَقَبَّلْ حَسَنَاتِي، وَأَسْأَلُكَ الدَّرَجَاتِ العُلَى مِنَ الجَنَّةِ. آمِينْ».
۳۸- اې الله! زه له تا څخه ښه (غوره) غوښتنه او ښه دعا، او ښه بریا او ښه عمل ، او ښه ثواب او ښه ژوند او د ښه مرګ غوښتنه کوم، ما ثابت قدمه لره،او زما (د نیکیو) تله درنه لره،او ایمان مې پوره کړه، او درجات مې لوړ کړه، او لمونځ مې قبول کړه، او زما خطا وبښه، او زه له تا نه په جنت کې د لوړو درجاتو غوښتنه کوم. آمین
اې الله! زه له تا نه د هر کار د پیل او پای د خیر سوال کوم، او د هر اړخیزخیر، او د لومړي، ښکاره او پټ خیر سوال کوم او په جنت کې د لوړو درجاتو غوښتنه کوم، آمین. اې الله! زه له تا نه د هغه عمل د ښه والي غوښتنه کوم چې ما راوړی او کوم چې به زه کوم، او د خپل عمل د ښه والي، او د پټ او ښکاره د غوره والي، او په جنت کې د لوړو درجاتو غوښتنه کوم. آمین
اې الله! زه له تا غوښتنه کوم چې زما ياد (نوم) لوړ کړه، او زما (دګناه) پیټۍ لرې کړه، او زما کارونه برابر کړه، زما زړه پاک کړه، او زما د شرمځای ساتنه وکړه، او زما زړه روښانه وګرځوه، او ګناه مې وبښه، او زه ستا نه په جنت کې د لوړو درجو غوښتنه كوم. آمین
اې الله! زه له تا غوښتنه کوم چې ته زما په نفس کې، زما په غوږونو کې، زما په سترګو کې، زما په روح کې، او زما په پيدايښت (صورت) کې، او زما په اخلاقو کې، او زما په اهل وعیال کې، او زما په ژوند کې، او زما په مرګ کې، او زما په عمل کې برکت واچوه، او زما نیکۍ قبولې کړه، او زه له تا په جنت کې د لوړو درجو غوښتنه کوم.آمین