وِرْدُ السؤالات

٢٦) «اللَّهُمَّ أَمْتِعْنِي بِسَمْعِي وَبَصَرِي حَتَّى تَجْعَلَهُمَا الوَارِثَ مِنِّي، وَعَافِنِي فِي دِينِي، وَفِي جَسَدِي، وَانْصُرْنِي مِمَّنْ ظَلَمَنِي حَتَّى تُرِيَنِي فِيهِ ثَأْرِي، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْلَمْتُ نَفْسِي إِلَيْكَ، وَفَوَّضْتُ أَمْرِي إِلَيْكَ، وَأَلْجَأْتُ ظَهْرِي إِلَيْكَ، وَخَلَّيْتُ وَجْهِي إِلَيْكَ، لَا مَلْجَأَ وَلَا مَنْجَى مِنْكَ إِلَّا إِلَيْكَ، آمَنْتُ بِرَسُولِكَ الَّذِي أَرْسَلْتَ، وَبِكِتَابِكَ الَّذِي أَنْزَلْتَ».

۲۶- اې الله! ماته زما په غوږونو او سترګو ګټه را ورسوه، او دا دواړه زما وارث وګرځوه(د ژوند تر آخره یې راته سلامت لره)، او ماته زما په دین او بدن کې سلامتیا را په برخه کړه، او څوک چې پر ما ظلم وکړي د هغوی پر خلاف زما سره مرسته وکړه او له هغوی څخه زما غچ واخله، اې الله! ما خپل ځان تا ته تسليم كړ، او خپل كار مې تا ته و سپاره، او خپله شا مې تا ته تكيه كړه، او خپل مخ مې تاته و ګرځاوه، بېله تا بل د ژغورلو او پناه ځاى نشته، ايمان مې راوړ ستا پر هغه كتاب چې تا نازل كړى، او ستا پر هغه رسول چې تا (مونږ ته) استولى دى.