٢٤) «اللَّهُمَّ اقْسِمْ لَنَا مِنْ خَشْيَتِكَ مَا يَحُولُ بَيْنَنَا وَبَيْنَ مَعَاصِيكَ، وَمِنْ طَاعَتِكَ مَا تُبَلِّغُنَا بِهِ جَنَّتَكَ، وَمِنَ اليَقِينِ مَا تُهَوِّنُ بِهِ عَلَيْنَا مَصَائِبَ الدُّنْيَا، وَمَتِّعْنَا بِأَسْمَاعِنَا، وَأَبْصَارِنَا، وَقُوَّتنَا مَا أَحْيَيْتَنَا، وَاجْعَلْهُ الوَارِثَ مِنَّا، وَاجْعَلْ ثَأْرَنَا عَلَى مَنْ ظَلَمَنَا، وَانْصُرْنَا عَلَى مَنْ عَادَانَا، وَلَا تَجْعَلْ مُصِيبَتَنَا فِي دِيِنِنَا، وَلَا تَجْعَلِ الدُّنْيَا أَكْبَرَ هَمِّناَ، وَلَا مَبْلَغَ عِلْمِنَا، وَلَا تُسَلِّطْ عَلَيْنَا مَنْ لَا يَرْحَمُنَا».
۲۴- اې الله! مونږ ته خپله داسې وېره را په برخه کړه کومه چې زمونږ او ستا د سرغړونې تر منځ خنډ (مانع) وګرځي، او مونږ ته خپله داسې پيروي را په برخه کړه د کومې له امله چې ته مونږ تر خپل جنت پورې ورسوې، او مونږ ته داسې یقین(ایمان) را په برخه کړه د کوم له امله چې ته پر مونږ د دنیا ستونزې آسانه کړې، اې الله! ته مونږ ته زمونږ د غوږونو، زمونږ د سترګو او د قوتونو په مرسته ګټه را ورسوه ترڅو چې ته مونږ ژوندي ساتې دا (حواس) زمونږ لپاره سلامت لره، او څوک چې پر مونږ ظلم کوي له هغوی څخه زمونږ غچ واخله، او څوک چې زمونږ سره دښمني کوي د هغوی پر خلاف زمونږ مرسته وکړه، او مونږ د دین په چارو (امورو) کې په فتنه کې مه اچوه، او دنیا زمونږ لپاره تر ټولو لویه موخه او د علم پای مه ګرځوه،او پر مونږ داسې څوک مه مسلط کوه چې پر مونږ رحم ونه لري.