وِرْدُ السؤالات

٤) «اللَّهُمَّ بِعِلْمِكَ الغَيْبَ، وَقُدْرَتِكَ عَلَى الخَلْقِ، أَحْيِنِي مَا عَلِمْتَ الحَيَاةَ خَيْراً لِي، وَتَوَفَّنِي إِذَا كَانَتِ الوَفَاةُ خَيْراً لِي، اللَّهُمَّ وَأَسْأَلُكَ خَشْيَتَكَ فِي الغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ، وأَسْأَلُكَ كَلِمَةَ الحَقِّ وَالعَدْلِ فِي الغَضَبِ وَالرِّضَى، وَأَسْأَلُكَ القَصْدَ فِي الفَقْرِ وَالغِنَى، وَأَسْأَلُكَ نَعِيماً لَا يَبِيدُ، وَأَسْأَلُكَ قُرَّةَ عَيْنٍ لَا تَنْفَدُ وَلَا تَنْقَطِعُ، وَأَسْأَلُكَ الرِّضَى بَعْدَ القَضَاءِ، وَأَسْأَلُكَ بَرْدَ العَيْشِ بَعْدَ المَوْتِ، وَأَسْأَلُكَ لَذَّةَ النَّظَرِ إِلى وَجْهِكَ، وَأَسْأَلُكَ الشَّوْقَ إِلَى لِقَائِكَ، فِي غَيْرِ ضَرَّاءَ مُضِرَّةٍ وَلَا فِتْنَةٍ مُضِلَّةٍ، اللَّهُمَّ زَيِّنَّا بِزِينَةِ الإِيمَانِ، وَاجْعَلنَا هُدَاةً مُهْتَدِينَ».

۴- اې الله! په خپل علم غیب او پر مخلوق د خپل قدرت سره ما تر هغه ژوندی لره ترڅو چې ژوند زما لپاره غوره وي، او ما هغه وخت مړ کړه کله چې زما لپاره مرګ غوره وي. اې الله! زه له تا څخه په ښکاره او پټه کې ستا د وېرې غوښتنه کوم، او د خوښۍ او غوسې په حالت کې د حق ویلو غوښتنه کوم، او له تا څخه د نه ختمیدونکي نعمت او د سترګو لپاره د نه پرې کېدونکي یخوالي غوښتنه کوم، او ستا څخه ستا په کړې پرېکړه د خوښۍ او له مرګ وروسته د سلامتۍ د ژوند، او ستا مخ ته د کتلو د خوند او ستا ملاقات ته د لېوالتیا غوښتنه کوم، او له تا د دې پنا غواړم چې کوم زیانمن تکلیف او یا لار ورکوونکې فتنه راته ورسیږي، اې الله! مونږ د ایمان په ښایست ښایسته کړه او مونږ لارموندونکي او لارښوونکي جوړ کړه.