وِرْدُ السؤالات

۱) «اللَّهُمَّ لَكَ الحَمْدُ كُلُّهُ، اللَّهُمَّ لَا قَابِضَ لِمَا بََسَطْتَ، وَلَا بَاسِطَ لِمَا قَبَضْتَ، وَلَا هَادِيَ لِمَنْ أَضْلَلْتَ، وَلَا مُضِلَّ لِمَنْ هَدَيْتَ، وَلَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ، وَلَا مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ، وَلَا مُقَرِّبَ لِمَا بَاعَدْتَ، وَلَا مُبَاعِدَ لِمَا قَرَّبْتَ، اللَّهُمَّ ابْسُطْ عَلَيْنَا مِنْ بَرَكَاتِكَ وَرَحْمَتِكَ وَفَضْلِكَ وَرِزْقِكَ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ النَّعِيمَ المُقِيمَ الَّذِي لَا يَحُولُ وَلَا يَزُولُ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ النَّعِيمَ يَوْمَ العَيْلَةِ، وَالأَمْنَ يَوْمَ الخَوْفِ، اللَّهُمَّ إِنِّي عَائِذٌ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا أَعْطَيْتَنَا، وَشَرِّ مَا مَنَعْتَنَا، اللَّهُمَّ حَبِّبْ إِلَيْنَا الإِيمَانَ وَزَيِّنْهُ فِي قُلُوبِنَا، وَكَرِّهْ إِلَيْنَا الكُفْرَ وَالفُسُوقَ وَالعِصْيَانَ، وَاجْعَلْنَا مِنَ الرَّاشِدِينَ، اللَّهُم توَفَّنَا مُسْلِمِينَ، وَأَحْيِنَا مُسْلِمِينَ، وَأَلْحِقْنَا بِالصَّالِحِينَ غَيْرَ خَزَايَا وَلَا مَفْتُونِينَ، اللَّهُمَّ قَاتِلِ الكَفَرَةَ الَّذِينَ يُكَذِّبُونَ رُسُلَكَ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِكَ، وَاجْعَلْ عَلَيْهِمْ رِجْزَكَ وَعَذَابَكَ، اللَّهُمَّ قَاتِلِ الكَفَرَةَ الَّذِينَ أُوتُوا الكِتَابَ؛ إِلَهَ الحَقِّ».

۱- اې الله! تالره ټوله ستاینه ده، اې الله! څه چې ته پراخه کړې د هغې څوک مخه نشي نیولی، او څه چې ته تنګ کړې د هغې څوک پراخوونکی نشته، څوک چې ته ګمراه کړې هغه ته څوک هدایت کونکی(لارښوونکی) نشته، او چا ته چې هدایت وکړې(لار وښيې) هغه لره څوک ګمراه کونکی نشته، څه چې ته منعه کړې د هغې څوک ورکوونکی نشته، او څه چې ته ورکوې د هغې څوک منعه کوونکی نشته، او نشته نېږدې کوونکی هغه څه لره چې تا لرې کړي وي، او نشته لرې کوونکی هغه څه لره چې تا نېږدې کړي، اې الله! مونږ ته خپل برکتونه، رحمت، فضل او خپله روزي په پراخ ډول راکړه، اې الله! زه له تا د هغه تلپاتې نعمتونو سوال کوم، چې نه بدلیږي او نه هم ختمیږي، اې الله! زه له تا د تنګۍ(سختۍ) په ورځ د نعمت، او د وېرې په ورځ د امن غوښتنه کوم، اې الله! زه په تا سره د هغه څه له شره پنا غواړم کوم چې تا مونږ ته راکړي، او کوم چې تا له مونږ څخه منعه کړي، اې الله! مونږ ته ایمان محبوب (خوښ) وګرځوه او هغه زمونږ په زړونو کې ښایسته کړه، او مونږ ته کفر، او فسق اوګناه ناخوښه وګرځوه او مونږ د لارموندونکو له ډلې وګرځوه،اې الله! مونږ د اسلام په حال کې وفات کړه، او د اسلام په حال کې ژوند راکړه، او مونږ له صالحانو سره په داسې حال کې یو ځای کړه چې نه رسوا شوي وو او نه هم د فتنې ښکار شوي وو. اې الله! هغه کافران هلاک کړه کوم چې ستا د رسولانو تکذیب کوي او ستا له لارې منعه کول کوي، او پر هغوی خپله سزا او خپل عذاب مسلط کړه، اې الله! هغه کافران هلاک کړه چاته چې کتاب ورکړل شوی، اې په حقه معبوده!