اې زړه! له خپل پالونکي څخه بښنې غوښتو ته چمتو شه

په دې کلک باوري اوسه چې په دنیا او آخرت کې ستا لپاره په خطرونو کې تر ټولو لوی خطر ستا ګناهونه دي....!

پوه شه چې ته به اوس د بښنې غوښتلو په کلماتو تېرېږې، چې په حقیقت کې دا د بښنې ډک سیندونه دي...

پام کوه چې داسې نه وي چې دا (اذکار) په خپله ژبه تکرار کړې خو (د اعمالو) په پاڼه کې دې بیا هم (د ګناه) له چټليو (زنګونه) څه شی پاتې شي.

څومره عجیبه اذکار دي که چېرته ویښو زړونو ته ښکته شي نو د چا سرغړونه او مخالفت یې چې کړی وي د هغې پر لويي به پوه شي

نو ډېر په وېره او حیا سره به ووایې: اې زمونږه ربه! مونز پر خپل ځان ظلم وکړ، اوس که تا مونږ ته بښنه ونه کړه او پرمونږ دې رحم ونه کړ، نو مونږ به هرومرو له زیانمنو شو. [الأعراف: 23].

نو پام کوه چې د بښنې دا کلمات په داسې حال کې زمزمه نه کړې چې زړه دې له دې پوښتنې بې پروا وي که چېرته الله بښنه درته ونه کړي نو څه به کوې ...!

او یا دا چې زړه دې د بښنې د راتلونکو اذکارو له حقیقي معناوو بې پروا وي....!

او یا هم د هغه چا له لويۍ بې پروا شې له چا چې دې سرغړونه کړې....!

په کار ده چې ستا ژبه او زړه دواړه پر یو مهال دې بښنې (استغفار) اذکارو ته متوجه شي، بیشکه چې د بښنې شېبې رارسیدلې، الله ته هیڅ سخته نه ده چې ددې اذکارو له ختمولو سره ستا مخکې او وروسته ګناهونه وبښي...

آیا الله بښونکی او مهربان نه دی؟