* ﴿رَّبَّنَآ إِنَّنَا سَمِعۡنَا مُنَادِيٗا يُنَادِي لِلۡإِيمَٰنِ أَنۡ ءَامِنُواْ بِرَبِّكُمۡ فََٔامَنَّاۚ رَبَّنَا فَٱغۡفِرۡ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرۡ عَنَّا سَئَِّاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ ٱلۡأَبۡرَارِ١٩٣ رَبَّنَا وَءَاتِنَا مَا وَعَدتَّنَا عَلَىٰ رُسُلِكَ وَلَا تُخۡزِنَا يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِۖ إِنَّكَ لَا تُخۡلِفُ ٱلۡمِيعَادَ١٩٤﴾ [آل عمران: ۱٩۳-۱٩٤].
* (اې زمونږ پالونکيه! مونږ د یو نارې وهونکي(رسول) آواز واورېدو چې د ایمان لوري ته یې بلنه ورکوله او ویل یې چې خپل رب ومنئ، مونږ د هغه بلنه ومنله، نو اې زمونږ پالونکيه! کومه ګناه چې زمونږ څخه شوې ده، له هغې را تېر شه، کومې بدۍ چې په مونږ کې دي، هغه را څخه ایسته کړه، او په پای کې راته د غوره خلکو ملګرتیا را په برخه کړه. زمونږ پالونکيه! کومې ژمنې چې تا د خپلو رسولانو له لارې را سره کړې دي، هغه را سره تر سره کړه او د قیامت په ورځ مو له رسوایۍ سره مه مخ کوه، په دې کې شک نشته، چې ته له خپلو ژمنو مخالفت نه کوې.) [آل عمران: 193-194].