چې د استغفار تېرو اذکارو کې څومره ښېګڼې پرتې وې....بیشکه:
* دا د بښنې داسې اذکار وو چې په دې سره به الله ستا ګناهونه وبښي هر څومره که ډیر هم وي.
* داسې استغفار و چې تر ټولو په ښه(مقبوله) دعا ونومول شو.
* داسې استغفار و چې له دې لارې الله هره ګناه بښي اګر که دجنګ له میدان څخه د تېښتې ګناه هم وي.
* داسې استغفار و چې په اړه یې نبي صلی الله علیه وسلم علي رضي الله عنه ته وفرمایل: (چې کله دا ووایې نو بښنه به درته وشي،او که بښنه درته شوې وي(نو درجات به د لوړ شي)).
* داسې استغفار و چې ستا ګناهونه به ستا له پاڼې داسې توی کړي لکه له ونې چې پاڼې تویږي.
* داسې استغفار و چې په پایله کې به الله جل جلاله په خطاب کې داسې درته وايي (په رېښتيا ما وبښلې).
* د استغفار داسې اذکار وو چې د هغې له لارې الله ګناهونه بښي که څه هم د بحر د ځک په اندازه هم وي.
* داسې استغفار چې له امله به يې د قیامت په ورځ – که د الله خوښه وي- تا خپله پاڼه خوشحاله کړي.
* داسې استغفار چې د مجلس لپاره د مهر حیثیت لري(یعنې که مجلس کې یې ښه کار ترسره کړی وي، اجر به یې ورته ثابت وي ضایع کیږي به نه او که ګناه یې کړې وي نو د هغې لپاره به ورته کفاره وګرځي).
* داسې استغفار چې پر حبیب صلی الله علیه وسلم د زیات درود ویلو په پایله کې ترلاسه کیږي، لکه یو کس نبي علیه السلام ته وویل چې زه ټول وخت پر تا درود وایم نو رسول علیه السلام ورته وفرمایل:(نو ستا (د دنیا او آخرت) ټول غمونه به حل شي او ګناهونه به درته وبښل شي.)ترمذي (2457) روایت کړی، او الباني حسن ګڼلی.
* نو زیری د وي هغه چا ته چې په خپله صحیفه کې زیات استغفار مومي.....