وِرْدُ الاستغفار

۳) «اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي خَطِيئَتِي وَجَهْلِي، وَإِسْرَافِي فِي أَمْرِي، وَمَا أَنْتَ أَعْلَمُ بِهِ مِنِّي، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي جِدِّي وَهَزْلِي، وَخَطَئِي وَعَمْدِي، وَكُلُّ ذَلِكَ عِنْدِي، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَمَا أَخَّرْتُ، وَمَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ، وَمَا أَنْتَ أَعْلَمُ بِهِ مِنِّي، أَنْتَ المُقَدِّمُ وَأَنْتَ المُؤَخِّرُ، وَأَنْتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ».

۳- (اې الله! زما تېروتنه او زما ناپوهي راته و بښه، او په معاملاتو کې زما تیری او هره هغه ګناه راته وبښه چې له ما څخه تاته ښه معلومه ده ، اې الله! ماته زما هغه ګناه وبښه چې ما له زړه څخه کړې او ما د ټوکو په حالت کې کړې، او کومه چې ما په تېروتنه کړې او کومه چې ما په قصد(لوی لاس) کړې، اې الله! زما هغه ګناهونه وبښې کوم چې ما وړاندې کړي او کوم چې ما وروسته کړي، او کوم چې ما پټ کړي او کوم چې ما په ښکاره کړي، او پر کومو چې ته زما څخه ښه خبر یې، ته وړاندې کوونکی يې او ته وروسته کوونکی یې، او ته پر هر څه وس او واک لرې.