فکر وکړه چې پر حبیب صلى الله عليه وسلم درود ته کوم مقام ته ورسولې.....
* دا هغه درود دی چې ددې په مرسته تاته الله د آسمانونو دروازې پرانېستې....لکه رسول صلى الله عليه وسلم چې فرمایي (د هرې دعا لاره بنده وي (پورته نه ځي) تر دې چې پر نبي علیه السلام درود وویل شي. (الصحيحة 2035)
* دا هغه درود دی چې په پایله کې یې الله تاته شپېته نیکۍ لیکي، او شپېته بدۍ درته بښي، او شپېته درجې دې لوړه وي.
* دا هغه درود دی چې ددې په الله تعالی د ملائکو په مجلس کې ستا ستاینه کوي.
* دا هغه درود دی چې د ملایکو له لارې نبي علیه السلام ته رسیږي، نبي علیه السلام فرمایي: (چاچې پر ما یو ځل درود وویلو نو الله پر هغه لس ځله درود(رحمت) وایي، او دې درود ته یوه پرېښته ټاکلې شوې تر څو هغه ماته را ورسوي. (صحيح الترغيب 1663)
* دا هغه درود دی چې الله تعالی يې له امله د خپل خليل صلی الله علیه وسلم ته روح لېږي تر څو ستا سلام ته ځواب ووايي، نبي علیه السلام فرمايي: (پر ما چې څوک هم سلام ووايي نو الله ماته زما روح رالیږي تر څو زه د هغه سلام ته ځواب ورکړم.)
* دا هغه درود دی چې ددې له کبله که د الله خوښه وه- په ورځ د قیامت به نبي علیه السلام ته تر ټولو ورنېږدې وې، لکه څنګه چې هغه صلى الله عليه وسلم فرمایي ( د قیامت په ورځ به ماته هغه څوک نېږدې وي چاچې تر ټولو زیات پر ما درود ویلی وي.) (صحيح الترغيب 1668).
نو له دې وروسته به په خپل ژوند کې د نبي علیه السلام درود ته څومره وخت ورکوې؟