د رسول الله صلى الله عليه وسلم درود درواخله، او د هغه سره د ليدو مینه پرې ماته کړه.....
ددې له لارې پر ځان د الله عظیم رحمت را نازل کړه...
ددې(درود) په مرسته د الله د ځينو هغه نعمتونو شکر ادا کړه چې د محمد صلى الله عليه وسلم له لارې یې پر تا کړي....
د هر ځل درود ویلو پر مهال باید ستا زړه د هغه (صلی الله علیه وسلم) مقام او فضیلت درک کړي....
او په دې باید پوه شې چې کله ته پر هغه درود وایې نو هغه ته د روح راستنیدو وروسته ستا ویل شوی درود وړاندې کیږې.
د هغه شرف(مقام) په اړه فکر وکړه کوم چې به تاته د هغه څه له امله رسيږي چې ته هم د هغه چا له ډلې څخه کېږې چه په اړه یې الله تعالی فرمایي:
(بیشکه الله او د هغه پرېښتې پر نبي درود وایي،اې مؤمنانو! تاسې هم پر هغه درود او سلام ووایئ.)
اې الله! درود او سلام او برکت ولېږه، زمونږ پر نبي محمد صلى الله عليه وسلم باندې.