اې زړه: د الله ستاینې ته چمتو شه

په راتلونکو پاڼو کې ستا پر وړاندې د لويې ستاینې کلمات دي.....

داسې کلمات چې یوازې دې ته اړتیا لري چې ته هغه ذات ته د زړه حضور برابر کړې چاته چې دا ښایسته ستاینه وړاندې کوې.....

نو له الله پرته څوک د الله تر ټولو ښه ستاینه کولای شي...؟

او له رسول الله صلى الله عليه وسلم او نږدې ملایکو زیات څوک د ستاینې لپاره د الله د خوښې پر کلماتو پوهېدای شي؟!

دا دي اوس ستا پر وړاندې د الله هغه ستاینې دي چې الله او رسول صلی الله علیه وسلم او نېږدې پرېښتو پر الله ويلې دي، نو ته هم خپله ژبه پرې وښوره وه...

پرېږده چې ستا د بدن پوست هم ددې اذکارو سره له وېرې ورېږدي او نرم شي.....

پرېږده چې اوښکې د تویې شي....

او زړه دې پورته او په ځلا شي...

په داسې حال کې چې ته ددې ذکر کوې زړه دې د عظمت په محراب کې په سجده وي