فکر وکړه....

آیا تا له هغې ورځې بله برکتناکه ورځ لیدلې په کومه ورځ چې تا ځان د ډېر ذکر کوونکو نارینه وو او ذکر کوونکو ښځینه وو، څخه ګرځولی وي؟

په کومه ورځ چې تا خپل ځان پردې مضبوطو الهي کلاوو(اذکارو) محفوظ کړی، آیا له هغې ورځې دې زیاته کومه ورځ خپل ځان له هر شر او شر جوړونکي خوندي ګڼلی؟

کوم اوراد دې وویل.... او کوم فضيلتونه دې ټول کړل..... که در نه هېر شوي وي، نو دا مه هېروه وه چې تا هغه (اذکار) وویل چې:

* په دې ورځ دې ځان له شیطان څخه وژغورلو نور هغه تاته څه ضرر نشي رسولی.

* د هر څه پر وړاندې (الله) درته کافي شو.

* یقینا چې الله پر تا وسله والې پرېښتې ګومارلې چې تا به له هر آزار(اذیت) څخه ساتي، که تاته معلوم وي او کنه.

* پرته له شکه چې نبي علیه السلام به ددې ضامن وي چې تا تر لاس ونیسي او جنت ته دې ننباسي.

* پرته له شکه چې الله له اوره آزاد کړې.

* تا دې خپلې ورځې او شپې شکر ادا کړ.

* تا له الله داسې بښنه وغوښته چې که په همدې ورځ مړ شې نو جنت ته به ننوزې.

* تا الله په داسې کلمو یاد کړو چې د اعمالو تله یې درته له اجر او فضیلت څخه ډکه کړه.

* په ورځ د قیامت به د اجر له پلوه له تا هیڅوک هم غوره را نشې مګر هغه څوک چې له تا یې زیات او په ښه فکر د الله ستاینه کړې وې او د هغه يووالی یې بیان کړی وي.

* تا پر لږ کلمو داسې صدقه ورکړه چې په اجر کې له سلو اوښانو او د سپرلۍ له سلو آسانو او د سلو مرېيانو له آزادولو هم غوره ده، دا د الله لخوا یوه پېرزوينه او لورېينه ده.

* د حبیب صلی الله علیه وسلم شفاعت به په ورځ د قیامت درته رسیږي.

ددې ټولو فضائلو او دېته ورته نورو ژمنو د الله لخوا شوې، او له الله څخه زیات څوک په خپله ژمنه وفا کولای شي.

ستاینه ټوله د کائناتو څښتن لره ده.