وِرْدُ الصباح والمساء

۱۳) «أَصْبَحْنَا وَأَصْبَحَ المُلْكُ للَّهِ، وَالحَمْدُ للَّهِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلْكُ، وَلَهُ الحَمْدُ، وَهَوُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ.

رَبِّ أَسْأَلُكَ خَيْرَ مَا فِي هَذَا اليَوْمِ، وَخَيْرَ مَا بَعْدَهُ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا فِي هَذَا اليَوْمِ، وَشَرِّ مَا بَعْدَهُ، رَبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنَ الكَسَلِ، وَسُوءِ الكِبَرِ، رَبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابٍ فِي النَّارِ، وَعَذَابٍ فِي القَبْرِ».

۱۳- سبا مو کړ او سبا كړ كائناتو په داسې حال كې چې پاچاهي ټوله الله جل جلاله لره ده نشته د عبادت وړ معبود مګر همدى دی، چې يو دى او هيڅ شريك نه لري، هغه لره پاچاهي ده، او هغه لره ستاينه ده، او هغه پر هر څه قادر دى.

اى زما پالونکيه! په دې ورځ كې چې څه خير دى، او له دې وروسته چې څه خير دى، زه له تا د هغه غوښتنه كوم، او په دې ورځ كې چې څه شر دى، او له هغه نه وروسته چې څه شر دى، له هغه څخه پر تا پناه غواړم، اى زما پالونکيه! پر تا له ټنبلۍ، او د اوږده عمر د بدوالي پناه غواړم، اى زما پالونکيه! پر تا د دوزخ او قبر له عذابه پناه غواړم.