اې زړه: پر دعا د ستونزو لرې کولو دعا ته چمتو شه

ای د سختیو له کبله پرېشانه مسلمانه ...

پردې پوه شه کوم ذات چې تاته سختۍ، پورونه او پرېشانۍ په تقدیر کې لیکلي، همغه ذات د ستونزو لرې کولو دا اوراد هم درښودلي، تر څو د ستونزې له راتلو مخکې ترې ځان وساتې، او یا له راتلو وروسته هغه پرې پورته کړې، او په غمونو او پورونو کې له ګېرېدو وروسته هغه پرې لرې کړې....

نو دا اوراد اوس پر خپله ژبه زمزمه کړه په داسې حال کې چې ستا زړه د هغو کلماتو په لويۍ او کمال کې ورک وي....

په داسې حال کې چې په دې ښه باوري وې چې ستا ستونزې لره له الله پرته بل څوک لرې کونوکی نشته....

ددې اوراد لپاره خپل زړه او ژبه یو کړه، او د الله پر وړاندې خپله ستونزه لویه مه ګڼه.

دا اوراد ووایه نو ستونزې به دې داسې ورکې شي چې نښه به یې هم پاتې نشي.

دا اوراد ووایه، او له هرې ستونزې وروسته – د الله په امر – د خیر انتظار کوه.

خپل مشکل د تلې په یوه پله کې واچوه او د الله دا کلام په بله پله کې .....

بیا وګوره چې د الله له کلام څخه څه شی دروند کیدای شي او هغه لاندې کولای شي......؟!