وړاندې له دې چې د ستونزې لرې کولو له اذکارو لرې شې او یا هم د ستونزې له ورکېدو وروسته لرې لاړ شې....
دېته فکر وکړه چې هغه کوم داسې بشپړ کلمات وو چې تا پرې له الله سره اړيکه ونيوه ..... تا خو له الله دعا وغوښته:
* داسې دعا چې پر هغې به الله ستا پرېشاني په خوشحالۍ بدله کړي.
* داسې دعا چې نبي صلی الله علیه وسلم به هغه د سختیو پر مهال وېله.
* داسې دعا چې نبي صلى الله عليه وسلم به د پرېشانۍ او غم پر مهال وېله
* داسې دعا چې نبي صلى الله عليه وسلم به ورته د ستونزو له کبله د پرېشانه خلکو دعا وېله.
* داسې دعا چې نبي صلى الله عليه وسلم د هغې لپاره خپله کورنۍ را ټوله کړه او دا یې ورزده کړه.
* داسې دعا، که د ستونزو او د دنیا د کړاوونو څخه د یو کړاو پر مهال د دا وويله نو الله به هغه له تا لرې کړي.
* داسې دعا که دې وغوښته او ستا قرضونه د غرونو په اندازه هم وي نو الله به یې درنه اداء کړي.
* داسې دعا چې نبي علیه السلام خپل محبوب علي ابن ابي طالب ته د پرېشانیو او کړاوونو د لرې کولو لپاره ورزده کړه.
* داسې دعا چې پر حبیب صلى الله عليه وسلم د زیات درود ویلو په پایله کې ترلاسه کیږي، لکه یو کس نبي صلى الله عليه وسلم ته وویل چې زه ټول وخت پر تا درود وایم نو رسول صلى الله عليه وسلم ورته وفرمایل:(نو ستا (د دنیا او آخرت) ټول غمونه به حل شي او ګناهونه به درته وبښل شي.)