دا داسې دم دی چې د کړاوونو مخه نيسي او لرې کوي يې...
داسې اذکار دې مخې ته راغلل چې د دې په مرسته به د خپل ځان او کورنۍ او مال ژغورنه کوې....
داسې اذکار دې مخې ته راغلل چې له دې وروسته به پر تا نه د حسد، نه د نظر او نه هم د ناروغۍ اغېز پاتې شي....
داسې اذکار دې مخې ته راغلل چې د دې له لارې به جني او انسي دښمنان را لاندې کوې که څه هم ټول درته یو ځای شي...
پردې پوه شه چې دم یو دی، او دم کوونکي ډېر دي، مګر خبره داه چې د چا دم به لګيږي؟
ته وړاندې شه ، او دا دم په داسې حال کې ووایه چې زړه دې د االله له دې بشپړ کلام سره حاضر وي.... د دې عظمت دې په زړه کې ژوندی وي، او په دې (اذکارو) د الله ته پناه وروړې وي...
ته وړاندې شه، او دا د پناه غوښتنې او شفا او له هر شر او شر غوښتونکي څخه د ژغورنې په نیت یې ووایه...
نو بیا د الله لخوا د ژغورنې منتظر اوسه، بېشکه چې د الله لخوا ژغورنه راتلونکې ده – که د الله خوښه شي-