وِرْدُ الاستعاذات

٤) «اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنَ الخَيْرِ كُلِّهِ، عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الشَّرِّ كُلِّهِ، عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ مَا سَأَلَكَ عَبْدُكَ وَنَبِيُّكَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا عَاذَ بِهِ عَبْدُكَ وَنَبِيُّكَ، اللَّهُمَّ أَسْأَلُكَ الجَنَّةَ وَمَا قَرَّبَ إِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ أَوْ عَمَلٍ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ اَلنَّارِ وَمَا قَرَّبَ إِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ أَوْ عَمَلٍ، وَأَسْأَلُكَ أَنْ تَجْعَلَ كُلَّ قَضَاءٍ قَضَيْتَهَ لِي خَيْراً».

۴- اې الله! زه له تا څخه هره ښېګڼه غواړم، کومه چې زر راتلونکې وي او کومه چې وروسته راتلونکې وي، که زه له هغې خبر وم او که نا خبره، او زه پر تا له هر شره پنا غواړم کوم چې زر راتلونکی وي او کوم چې وروسته راتلونکی وي، که زه له هغې خبر وم او که نا خبره، اې الله! زه له تا د هر هغه خیر غوښتنه کوم، کوم چې له تا څخه ستا بنده او نبي (محمد صلی الله علیه وسلم) غوښتی دی، او زه پر تا له هغه شره پنا غواړم له کومه چې ستا بنده او نبي (محمد صلی الله علیه وسلم) پر تا پناه غوښتې ده، اې الله! زه ستا څخه د جنت او هر هغه وينا او کړنې غوښتنه کوم چې جنت ته نېږدې کوي، او زه پر تا د اور او هر هغه وينا او کړنې پنا غواړم کوم چې اور(دوزخ) ته نېږدې کول کوي. او زه له تا نه د دې غوښتنه کوم چې کومه پرېکړه زما په حق کې کوې هغه ماته غوره وګرځوه.