اې زړه: يوازې پر الله پناه غوښتلو ته چمتو شه
له الله پرته بل څوک نه لرې چې پناه پرې وغواړې... او نه هم سلامتیا ترلاسه کولای شې، بې له دې چې الله درته پناه درکړي....
دښمنان څومره زیات دي..... مګر ورسره دعا څومره لویه ده؟!
د پناه غوښتلو څومره لوی او عجیبه اوراد دي که چېرته ویونکي ورباندې پوه شي....
دادي د پناه غوښتلو دا لوی او بشپړ اوراد در واخله... هیڅکله هم له دې څوک پورته(زیات)نشي راوړی...
په دې سره له الله خونديتوب وغواړه، په داسې حال کې چې ته وېرېدلی او مجبور(اړ) وې، او ته محتاج او عاجزي کوونکی وې....
په دې سره به دښمن ستومانه او نامراده راستون شي، او ته به د الله په ژغورنه کې له هر ډول شر او شرغوښتونکو څخه په امن شې....